د ايران استازي د افغانستان په اړه په غونډه کې برخه واخيسته

د ايران استازي محمد علي قانع زاده وروسته تر هغه د افغانستان په اړه په هغه غونډه کې برخه واخيسته، چې امريکا وويل د نوموړي د ګډون په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.

پرون په روم کې د افغانستان د تماس ډلې په افغانستان کې د نهه کلنې جګړې د پای ته رسېدو په هدف غونډه وکړه، په دې ډله کې د افغان حکومت، ناټو، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د ايران په ګډون د نورو کليدي غړو هېوادونو استازي شامل دي. دوي د نورو مسايلو تر څنګ په افغانستان کې پر شوي پرمختګ خبرې کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارد هولبروک وويل، له امريکا څخه په دې غونډه کې د ايران د احتمالي ګډون غوښتنه وشوه، دوي هم ومنله:

”موږ پوهېږو چې ايران له افغانستان سره اوږده او تقريباً بشپړه پرانيستې پوله لري، چې په پراخه پيمانه د مخدره موادو د قاچاق ستونزه هم په کې شته، د افغانستان د امن او سولې په برخه کې دغه هېواد هم رول لري، نو امريکا [په دې غونډه کې] د ايران د حضور په اړه کومه ستونزه نه لري“

نوموړي وويل، خبرې اترې يوازې پر افغانستان متمرکزې دي، خو د ايران د لانجمن اټومي پروګرام پر مسئله بحث نه په کې کېږي.