د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون نور شکایتونه نه اخلي

د افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون اعلان وکړ چی وروسته لدی د ولسی جرګی د انتخاباتو او کاندیدانو په اړه شکایتونه نه اخلي او په دې اړه د شکایتونو د اخیستو ټاکل شوې نېټه ختمه شوې.

د دې کمیسیون غړي احمد ضیا رفعت نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د شکایتونو د ترلاسه کولو بهیر تېر ماښام پای ته ورسېده.
رفعت وویل چې د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې له څلور زرو او شپږ سوه ډیر شکایتونه شوې چې یوشمېر یي څیړل شوې او ځیني نور يي تر څیړنې لاندې دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون غړي دا هم وویل چې دوي ته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او امنیتي ادارو د ولسي جرګې یوسله پنځه اویا کاندیدان د درغلیو او سرغړونو په تور ور پیژندلي دي.