د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په داسې حال کې د شکایتونو د ترلاسه کولو موده پای ته رسوي، چې لا هم په زیاترو ولایتونو کې د یو شمېر کاندیدانو له خوا د اعتراضونو لړۍ روانه ده.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یوه غړي احمد ضیا رفعت وايي، چې د انتخاباتو په ورځې پورې مربوط په زرګونو شکایتونه ور رسېدلي دي چې په اړه یي څیړنې دوام لري.
نوموړي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو د ورځې په اړه د شکایتونو موده پای ته رسېدلې خو د رایې شمېرنې د بهیر په اړه د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته شکایتونه ترلاسه کولای شي:
(تېر ماښام د انتخاباتو د ورځې د بې نظمیو په اړه د شکایتونو د ترلاسه کولو موده پای ته ورسېده، خو دغه کمیسیون د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته تر درېو ورځو پورې هغه شکایتونه ترلاسه کولای شي چې د رایې شمېر د بې نظمیو په اړه وي.)
نوموړي همدا راز اعلان وکړ چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په شپاړلسو ولایتونو کې د ۱۲۰ محلونو رایې باطلې اعلان کړي دي. ښاغلي رفعت زیاته کړه، یاد شوي کمیسیون پخوا هم د سلو محلونو رایې باطلې کړې و.
نوموړي زیاته کړه چې، د باطلو شوېو راېو په اړه کاندیدان کولای شي چې په درېو ورځو د استیناف غوښتنه وکړي، د رفعت په وینا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته څه باندې څلورنیم زره شکایتونه رسېدلي دي چې له هغې څخه یې د زور په اړه پریکړه هم شوې:
(تر تېر ماښام پورې د انتخاباتي شکایتون کمیسیون په مرکز او ولایتونو کې څلور زور شپږ سوو څلور اویا شکایتونه ترلاسه کړي دي او له زرو نه د ډیرو شکایتونو په اړه پریکړه هم شوې ده. )
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي وویل، چې په دغو شکایتونو کې د جعلي کارتونو استعمال، له زور نه کار اخیستل، په لوی لاس د نا امنیو جوړول او په یوه مرکز کې له توقع نه د زیاتو رایو ترلاسه کول شامل دي.
د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون سربیره په خپله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم تر اوسه پورې د سلګونو محلونو رایې باطلې اعلان کړې او د دې امکان شته چې په انتخاباتو کې د اچولو شوېو رایو په عمومي شمېر چې څه باندې څلور ملیونه ښودل شوی و، د پام وړ کموالی راشي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر اوسه پورې دوه ځلې د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه ځڼدولې او دا ځل یې د چهارشنبې په ورځ د اعلانولو ژمنه کړې.