په نړۍ کې د لوږې پر مسئلې د څو اسيايي هېوادونو غونډه

د ارام سمندر د اسيايي هېوادونو وزيرانو نن خبردارى ورکړ چې په نړۍ کې د خوړو خونديتوب په ډېر خطرناک حالت کې دى، دوى تر يوه مليارد د زياتو خلکو په برخه کې د غذايي خونديتوب او مرستې غوښتنه وکړه، چې دغه خلک له خوارځواکۍ يا سو‌ تغذي سره لاس و ګرېوان دي.

د اسيايي هېوادونو د اقتصادي همکاريو د غړو هېوادونو وزيرانو، د پانګونې پر زياتوالي او عادلانه وېش ټينګار وکړ چې په نړۍ کې لوږه ختمه شي.