نن د سولې د عالي شورا کاري طرزالعمل بشپړيږي

د سولې عالي شورا د خپلو راتلونکو فعالیتونو د ښه پرمخ بوولو لپاره نن د خپل کاري طرزالعل جوړوي.

د سولې د عالي شورا غړي عبدالخالق حسیني پشه یي ازادي راډیو ته وویل، چې د دې شورا غړو په تیرو څو ورځو کې په دې کاري طرزالعمل کار کړی او نن بشپړیږي.

د ښاغلي حسیني په خبره په دې طرزالعمل کې له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرواترو څرنګوالی، د سولې ټاکل شوو اهدافو ته د رسیدو هڅې او د دې شورا د مرستیال او منشي ټاکل شامل دي.

د سولې عالي شورا چې مشري استاد رباني کوي، له وسله والومخالفانو سره د سولې د خبرواترو په هدف جوړه شوې او تمه کیږي، چې په هېواد کې د سولې ټینګښت هلې ځلې پرمخ بوځي.