رفعت:تورن کاندیدان دې په ۵ ورځو کې له ځانه دفاع وکړي

احمد ضیا رفعت

په داسې حال کې، چې تمه کیږي د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني نتایج د یکشنبې په ورځ اعلان شي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په درغلیو تورونو کاندیدانو ته پنځه ورځې وخت وټاکه چې له ځانه دفاع وکړي.

د دغه کمېسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفعت د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه نږدې 180 کاندیدان چې په درغلیو او سرغړونو تورن دي، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون او امنیتي ادارو له خوا دوي ته ور پیژندل شوي دي.

ده وویل چې هر تورن کاندید کولای شي تر پنځو ورځو پورې له خپل ځان څخه دفاع وکړي:

“ دغه کمېسیون د عادلانه پرېکړې په هدف تورنو کاندیدانو ته تر خبرتیا وروسته، هر یو تورن ته پنځه ورځې وخت ورکوي، چې د انتخاباتي شکایتونو په مرکزي دفتر کې له ځانه دفاع وکړي.

تورن کاندیدان کولای شي، چې د شکایتونو د ځواب ځانګړي فورم د شکایتونو د مرکزي او ولایتي کمېسیونونو څخه واخلي او د دفاعې د درجولو وروسته، فورم وسپاري. ”

ښاغلي رفعت همدارنګه وویل چې، د لومړنیو نتایجو تر اعلان وروسته هم امکان لري، چې یو شمېر نور کاندیدان هم دوي ته ور وپیژندلې شي.

د نوموړي په خبره هغه کاندیدان چې په لومړنیو نتایجو کې ګټونکي اعلانیږي، که یې بیا هم په اړه شکایتونه پیدا شي د کاندیدې حق ورڅخه اخیستل کیږي، همدارنګه ښاغلي رفعت زیاته کړه، چې تر اوسه ورته 4567 شکایتونه رسېدلي دي:

“د نن ورځې تر غرمې پورې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته 4567 شکایتونه راغلي دي، له دغې جملې څخه 4274 په لومړیتوب کې دي، د دغو لومړیتوبونو څخه معلومه شوې ده، چې 54 فیصده شکایتونه په الف ګروپ کې لومړیتوب لري.”

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، 25 تورن کاندیدان د اوسنۍ ولسي جرګې غړي دي او ځیني نور یې هم د لوړ پوړو دولتي چارواکو خپلوان دي.

د دوي د معلوماتو له مخې ډیر شکایتونه د کابل، خوست، ننګرهار او هرات ولایتونو څخه ورته رسېدلي دي.

معصوم میوند- کابل