روسيه: سېلابونو ٩ کسان مړه کړي

د روسيې په جنوب کې د سختو بارانونو او بهېدلي سېلاب له کبله نهه کسان مړه شوي دي.

په روسيه کې د تحقيقاتي کمېټې مشر وويل، سختو بارانونو په غرونو کې دوه غزېدلي رودونه تر څنډو ډک کړل، نن سهار يې اووه کلي او د استوګنې ١٧ نورې سيمې لاندې کړې.

ويل کېږي له سيمې ٢٨٠ کسان وتلو ته مجبوره شوي دي.