د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سیوري په لسوالۍ کې د دوه لکه او اوه څلوېښت زره امریکايي ډالرو په لګښت پرون د یوه کلینیک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د زابل د والي مرستیال ګلاب شاه علي خېل ازادۍ راډیو ته وویل، د دغه کلینیک لګښت په زابل ولایت کې د پي ار ټي له خوا ورکول کیږي او په پنځو میاشتو کې به جوړ شي.
په همدې حال کې د زابل ولایت یو شمېر خلک وايي، چې تر دې مخکې به دوي د درملنې لپاره قلات ښار ته تلل، چې اوس به د دغه کلینیک په جوړېدو د دوي دغه ستونزه هم هواره شي.