د « انپیکس » په نامه د جاپان د تیلو شرکت پرون اعلان وکړ چې د ایران د ازاده ګان د تیلو له پروژې به ووځي.
انپیکس د دې سیمې د تیلو د استخراج اصلي سرچینه وه. خو تېره میاشت جاپان د ایران د اتومي پروګرام لپاره پر دغه هېواد بندیزونه ولګول.
د دغو بندیزونو له مخې د هغو خلکو او شرکتونو پانګې به کنګل شي چې د ایران له اتومي پروګرام سره اړیکي لري، همدا راز د ایران د پیسو د راکړه ورکړې په برخه کې محدودیتونه وضع شول.
د ایران پرضد د جاپان بندیزونه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د جون د میاشتې له بندیزونو سره اړیکې لري. د امنیت شورا د بندیزونو پریکړه لیک په ایران کې د یوارنیمو د غني کولو له امله اعلان شو.
د امریکا متحد ایالاتو د انپکس کمپنۍ اقدام وستایه او ویې ویل چې له دې څرګندیږي چې په ایران کې د کار کول له څه راز ستونزو سره مخامخېدای شي.