په هرات کې یو نیم زر ماشومان کاغذبادونه والوځول

په هرات کې د جمعې په ورځ شاوخوا یو نیم زر ماشومانو او زلمکیو کاغذ بادونه والوځول.

د دغې لوبې لګښت د امریکا پرمختیایي ادارې په غاړه لاره، چې د پرانیستو پر مهال یې سیمه ییز چارواکي هم حاضر وو، د هرات والي محمد داوود سبا د دې پروګرام په اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

« د دې پروګرام هدف د قانون حاکمیت دی او پر کاغذپرانونو همدا پیغام لیکل شوی دی»

د امریکا پرمختیایي ادارې تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د کاغذ پران لوبې د ماشومانو او زلمکیو لپاره جوړې کړې دي چې هدف یې خلکو ته د بشري حقونو په برخو کې د ځانګړیو پیغامونه رسول دي.