د جرمني ولسمشر په روسیه کې د اتیا زرو جرمي عسکرو هدیره وکتله

د جرمني ولسمشر کرستين وولف پرون د هغو جرمني عسکرو د ياد په مراسمو کې برخه واخيسته، چې د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال په روسيه کې وژل شوي دي.

وولف چې د دوشنبې په ورځ په يو رسمي سفر روسيې ته ورسېد، د سان پيټرزبورګ ښار په شپېته کيلومترۍ کې د شا و خوا اتيا زرو جرمني عسکرو هديره وکتله.

نوموړي همداراز د دې ښار په یوه بله برخه کې د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال د ليننګراد د محاصرې د قربانيانو هديره هم وکتله. نازي عسکرو دغه ځاى تر نهه سوه زياتې ورځې محاصره کړی و.