په کندهار کې ۳۱ مشکوک کسان نیول شوي

د کندهار چارواکي وايي چې 31 تنه مشکوک کسان یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې نیول شوي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغه ولایت کې یې د وروستیو پوځي عملیاتو پر وخت سلګونه کړۍ ماینونه نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.

په خبر پانه کې دا هم ویل شوي، چې په نیول شوو کسانو کې درې تنه هغه کسان هم نیول شوي، چې په دغه ولایت کې یې د ملا امامانو، دولتي او نورو کسانو په وژنو کې لاس درلودی.