ډیری افغانان د لشمانیا ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي

د روغتیا نړېواله ټولنه وايي، چې 13 میلیونه افغانان د لشمانیا ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، دغه ټولنه وايي چې دغه ناروغۍ تر ډیره ښځې ګواښې چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

د روغتیا نړېواله ټولنه وايي چې په خپل راپور کې به د لشمانیا تر څنګ د ځینو نورو ناروغیو په اړه هم جزئیات خپاره کړي چې د مخنیوي لپاره یې لازم ګامونه واخیستل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا د نړېوالې ټولنې په ملتیا به د دغو ناروغیو د مخنيوي لپاره لازمې هڅې وکړي.