اوکراین د خپل صدراعظم دوه مرستیالان له دندې لرې کړل

د اوکراین ولسمشر تېره ورځ د خپل هېواد د صدراعظم دوه مرستیالان له وظیفې لرې کړل، د ویکتور یونوکویچ دفتر ویلي ولسمشر ویکتور سلوټا چې کرهنیزي چارې يې کنترولولې او ولادمیر سیکویچ چې د کورنیو چارو او دفاع د وزارتو کارونه يې هم اهنګه کول، له دندو لري کړي دي.

داد اوکراین په اساسي قانون کې ولسمشر ته د زیاتو صلاحیتونو له ورکول کېدو وروسته لومړي ځل دی چې یانوکویچ دوه لوړ رتبه مقامات له وظیفو ګوښه کوي.