په افغانستان کې د ناټو دوه نور عسکر ووژل شول

د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وایي، چې نن یې هم په افغانستان کې دوه سرتیري وژل شوي دي.

د ایساف ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یو سرتیری یې د هیواد په ختیځ کې د مخالفینو په حمله کې وژل شوی او دوهم سرتیری یې بیا په جنوب کې د ماین په چاودنه کې مړ شوی.

ایساف ځواکونو د تل په شان بیا هم د دی سرتیرو د هویت او د پیښې دقیق ځای ندی ښودلی.

په دی وروستیو کې په افغانستان کې بهرني ځواکونه له خونړیو بریدونو سره مخامخ دي، چې یواځې په تیرو درېیو میاشتو کې شاوخوا دوه سوه بهرني عسکروژل شوي.