نسیمي: د اسلامي هېوادونو د چاپیریال ساتنې لپاره یو ډېټابېس جوړیږي

څو ورځې وړاندې په ټونس هېواد کې د اسلامي هیوادونو د چاپیریال ساتنې د وزیرانو کنفرانس جوړ شوی وو.

دا کنفرانس په هر دوه کاله کې یو وار په یوه اسلامي هېواد کې جوړیږي او په اسلامي هیوادونو کې د چاپیریال ساتنې د څرنګوالي په اړه په کې خبرې کیږي.

افغانستان هم له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې په دې کنفرانس کې برخه اخلي اوسږکال یې هم په کې ګډون کړی و.

دا چې په دې کنفرانس کې په کومو مسایلو خبرې شوي او د افغانستان لپاره څه ارزښت لري، په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د دفترله رییس خالد نسیمي سره مرکه کړې.

ددې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!