د کابل د نړیوال هوایي ډګر چارواکو تایيد کړه، چې تیره شپه شاوخوا اوه نیمې بجې د نیشنل امریکایي شرکت د یوې بار وړونکې الوتکې په سقوط کې د الوتکې اته تنه عمله وژل شوي.
د کابل د نړیوال هوایي ډګر مشر محمد یعقوب رسولي ازادي راډیو ته وویل، دغه الوتکه چې د بګرام له هوایي ډګر څخه د کابل د نړیوال هوایي ډګر پرلور را روانه وه، د کابل د تنګي غارو په سېمه کې غورځيدلې او ټوله عمله یې وژل شوې.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، چې امنيتي ځواکونه د وژل شویو کسانو په موندنه بوخت دي.
خو د طالبانو ویاند ذبح اله مجاهد له نامعلوم ځایه ازادي راډیو ته په ټیلفون کې ادعاء وکړه، چې دا الوتکه دوی ویشتې ده.
چارواکو تر اوسه د الوتکې د راغورځیدو علت نه دی څرګند کړی.