د چیلي په یو کان کې بندي لومړنی کان ایستونکی ژوندی راوایستل شو

د چیلي لومړی کان ایستونکی چې تر دو میاشتو ډير وخت په سلګونو متره تر مځکې لاندې بند پاتې و، ژوندی راوایستل شو.

« فلورینسو اوالوس» د یوه کپسول په واسطه چې له نري غاره د مځکې تل ته جوړ شوی، راوایستل شو.

د دوه دیرش نورو ایسارشویو کان ایستونکو د راایستلو عملیات به تر یوې ورځې ډیر وخت ونیسي.

دوی په یوه غار کې چې شپږ سوه دوه ویشت متره تر مځکې لاندې دی اته شپیته ورځې تیرې کړې دي.

دا د سروزرو او مسو کان د چیلي په شمال کې د «اتاکاما» په دښته کې دی.