د سولې عالي شورا نن په کابل کې خپله لومړنۍ غونډه کوي

نن په کابل کې د سولې د عالي شورا لومړۍ کاري غونډه پرانیستل کیږي. دغه شورا چې تیره پنجشنبې ولسشمر حامد کرزي پرانیستله په بله غونډه کې یې پخوانی ولسمشر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر برهان الدین رباني د رییس په توګه وټاکه.

د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې نړیوال د دې شورا ملاتړ کوي.

د سولې عالي شورا د سولې د ملي مشورتي جرګې په غوښتنه جوړه شوه. دا شورا چې نهه شپیته غړي لري وظیفه یې د افغان حکومت او مخالفو وسله والو تر منځ روغه جوړه کول دی.