رفعت:که په کاندیدانو تورونه ثابت شي عدلي ارګانونو ته به وپیژندل شي

د انتخاباتی شکایتونو د اورېدلو د کمیسیون غړي احمد ضیا رفعت

د انتخاباتی شکایتونو د اورېدلو کمیسیون وایي چې، که چېرې د انتخاباتو په بهیر کې په یو شمېرکاندیدانو د درغلیو تورونه ثابت شي، عدلي او قضایي ارګانونوته به یي، ور وپیژني.

د انتخاباتی شکایتونو د اورېدلو د کمیسیون غړي احمد ضیا رفعت وایي، وروسته له دې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي، په کې به د هر ډول درغلیو په هکله جدي اقدامات وکړي:

(وروسته له دې چې لومړني پایلې اعلان شي موږ ته معلومیږي یو کاندید چې د ټاکنو کمیسیون په یوه ځای کې په درغلیو تورن کړي ممکن په نورو ځایونو کې يي هم درغلی کړي وي که د کاندید درغلي ثابته شي امکان لري له کاندیدی محروم شي او امکان لري چې په یوه ځانګړي مرکز کې يي ټولې رايي باطلې شي په هر صورت موږ د جرم اندازه ښکاره کوو او عدلي ارګانونه ته يي سپارو.)

ښاغلي رفعت وویل چې، تر اوسه پورې یو سلو شپږ دیرش کاندیدان د ولسي جرګې د انتخاباتو په بهیر کې په درغلیو تورن شوي دي.

ده وویل په تورنو کې د پنځو ښځو په ګډون، پنځه ویشت داسې کاندیدان هم شته چې، د موجوده ولسي جرګې غړي دي، ښاغلي رفعت د دې کاندیدان نومونه وانه خیستل،په دې هکله کارپوهان وایي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید د تورنو په وړاندې، پراخ او جدي عمل وکړي.

د انتخاباتی شکایتونو د اورېدلو کمیسیون وایي چې تر اوسه ورته څه باندې څلورزره شکایتونه رسېدلي دي چې کره څیړنې پرې روانې دي.

کمیسیون دا هم وایي چې ټول شکایتونه یي په لومړي، دوهمه او دریمه درجه ویشلي چې پنځوس فیصده په کې هغه شکایتونه دي چې د انتخاباتو پر نتایجو اثرغورځولی شي.

د دې شکایتونو ډولونه، د صندقونه غیر قانوني بیرته کېدل، په ډله ایزه توګه په صندقونو کې رايي اچول، په مرکزونو کې له زور څخه کار اخیستل، څو څو وارې رايي اچول ، په مرکزونو کې ګډوډي جوړول او داسې نور شامل دي.