د سولې د عالي شورا غړو په خپله دوهمه غونډه کې برهان الدین رباني د دې شورا د رییس په توګه وټاکه.
په جمهوري ریاست کې چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل چې د سولې د عالي شورا د رییس د انتخاب په هدف غونډه د ارګ په ماڼۍ کې نن جوړه شوې وه چې ولسمشر کرزي هم په کې ګډون کړی وو،د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمي ډاډ څرګنده کړ چې دا شورا به وکولای شي په هېواد کې دایمي سوله ټینګه کړي.
په عین حال کې داسې انتقادونه هم شته چې د سولې د عالي شورا ډیر شمېرغړي هغه کسان دي چې په تېر وخت کې له طالبانو او حزب اسلامي سره په وسله وال مخالفت کې وو او ښایی دوي ونه توانیږي چې وسله وال مخالفان د سولې خبرو اترو ته را مات کړي.
په یو بل خبر کې د فاریاب والي عبدالحق شفق ازادۍ راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې هم د سولې په نوم یوه شورا نن جوړه شوه چې یو ویشت تنه دیني عالمان او قومی مخور یې غړي دي.
ویل شوي چې دا شورا به د فاریاب ولایت په سطح له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې اترې پر مخ بوځي.