په پکتیا کې د یوه ماین په چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي

په پکتیا ولایت کې نن د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ پنځه تنه غړي وژل شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون ازادۍ راډیو ته وویل چې دا پېښه د زرمت ولسوالۍ د سهاک په سیمه کې شوې ده او په وژل شوو کې درې ماشومان، یوه ښځه او یونارینه شامل دي، د دې پېښې مسوولیت لا تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

په یو بل خبر کې له زابل څخه ویل شوي چې تېره شپه د دې ولایت په مرکز قلات کې پنځه عرادې اکمالاتي موټر سوزول شوي دي، د زابل د والي ویاند محمد جان رسولیار ازادۍ راډیو ته وویل چې دغو موټر بهرنیو ځواکونو ته مواد لیږدول.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې اته عرادې موټر یې سوزولي او د اکمالاتي کاروان لس تنه ساتونکي یې هم وژلي دي، خو محمد جان رسولیار دا ادعا ردوي وایي چې په دې پېښه کې چاه ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.