د پاکستان حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې د تورخم لاره په افغانستان کې د ناټو لپاره د اکمالاتو د لارېو پر مخ بیا پرانیزي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې وویل، دا پریکړه په فوري توګه عملي بڼه لري او د تورخم دواړو خواو ته مسول چارواکي د اکمالاتو د منظم انتقال د خوندیتوب لپاره کار کوي.
د سیپتمبر په دیرشمه نېټه کله چې د ناټو هیليکوپترو د پاکستان په خاوره د دغه هېواد درې سرتېري ووژل، پاکستان په خپل عکس العمل کې د ناټو د اکمالاتو د کاروانونو پر مخ تورخم لاره وتړله.
د تورخم د لارې له تړل کېدو وروسته د ناټو په ټانکرونو او اکمالاتي لارېو باندې د وسله والو حملو زور واخیست او لس ګونه لارۍ يې وسوزولې.