په فراه کې څلور ایټالوي پوځیان وژل شوي

د ایټالیا د دفاع وزارت وايي، چې څلور پوځیان یې د افغانستان په لویدیځ کې وژل شوي دي.

د ایټالیا د دفاع وزارت ویاند مسیمو فوګاري ویلي، چې دغه څلور سرتیري یې د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ ته له یوه ماموریت څخه روان وو، چې پر لارې له وسلوالې حملې سر مخ شوي دي.

پرون هم د افغانستان په جنوب کې د ایساف درې سرتیري وژل شوي وو.