په جنوب کې د ناټو درې نور عسکر وژل شوي

د ناټو درې پوځیان د افغانستان په جنوب کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو وژلي دي.

دوه پوځیان د سړک د غاړې بمي چاودنې او دریم د مشکوکو ترورستانو په برید کې وژل شوې دي.

ایساف ځواکونو په خبر پاڼه کې د دریو پوځیانو مړینه تایید کړې خو د هغوی د هویت په اړه یې معلومات نه دې ورکړي.

د افغانستان په جنوب کې د امریکا، کاناډا او بریتانیا عسکر ډیر دي.
بل لور ته د ناټو یوې هیلکوپتر پرون په خوست کې شپږ حکومتي اربکي وژلي دي.

ایساف څرګندوي چې دغو اربکیو د هیلکوپتر پر لور ډزې کولې.