د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیټ تړون تصویب شو

د پاکستان مرکزي کابينې له يولړ بحثونو وروسته د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د ترانزيت تړون تصويب کړ.

په دغه تړون کې افغانستان ته اجازه ورکړل شوې چې خپل سوداګريز مالونه د پنجاب د واهګه بندر له لارې هندوستان ته ولېږي او هم به پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل سوداګريز مواد لېږلی شي.

د افغانستان او پاکستان د ماليې وزیرانو د روان کال په سرطان میاشت کې په اسلام اباد کې هغه تړون له یولړ تعدیلاتو وروسته لاسلیک کړ چې شاوخوا پېنځه څلويښت کاله وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی و.

په پخواني تړون کې افغانستان ته يواځې د کراچۍ له لارې د مالونو د واردولو اجازه ورکړل شوې وه خو په نوي تړون کې افغانستان ته د پنجاب د واهګې بندر له لارې هندوستان ته د خپلو مالونو د لېږدولو او هم پاکستان ته د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر پولو پورې د خپلو تولیداتو د رسولو اجازه هم ورکړل شوې ده.