د چک حکومت پرون د دفاع وزارت هغه پلان تصویب کړ چې له مخې یي دا هېواد راتلونکې کال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر دوه سوه نور زیاتوي.
د چک صدراعظم پتر نیچس وویل راتلونکی کال به په افغانستان کې تر ۷۲۰ پورې چکي سرتېري خدمت کوي او په ۲۰۱۲ کال به د دغو ځواکونو شمېر ۶۴۰ تنه وي.
د دفاع وزارت مخکې ویلي چې د افغانستان د امنیتي حالاتو خرابوالی ته په پام سره په دې هېواد کې د خپلو ځواکونو شمطر زیاتوي،چک په اوس وخت کې د ناټو په چوکاټ کې ۵۳۵ سرتېري لري چې عمدتا په لوګر ولایت کې دیره دي،دې هېواد ته د نورو سرتېرو د لیږلو پریکړه دغه راز د پارلمان منظوري ته هم اړتیا لري.
د یوه بل خبر له مخې د سلواک د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړرتبه چارواکی په افغانستان کې د سلواک د پوځي ماموریت او دې هېواد ته د نورو سرتېرو د لیږلو د اقدام ستاینه کړې ده.
په بیان کې ویل شوي چې د سلواک د بهرنیو چارو وزیر پرون په براتیسلاوا کې د امریکا د بهرنیو چار د وزارت له مرستیال جمس سټینبرګ سره وکتل.
سټینبرګ له سلواکیا سربیره هنګري او پولند ته هم ځي، د سلواکیا د دفاع وزارت تیره میاشت اعلان وکړ چې په پام کې لري افغانستان ته نور سرتېري ولیږي،په اوس وخت کې د سلواکیا ۳۰۰ سرتېري په افغانستان کې خدمت کوي.