د نیمروز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې پولیسو له چاودیدونکو موادو بار یو کانټینر چې له ایران نه افغانستان ته لیږدول کیده، نیولی دی.
د نیمروز د امنیې قومندان جنرال عبدالجبار پردلي نن ازادي راډیو ته وویل، چې په کانتینر کې بار شاوخوا شل ټنه چاودیدونکي مواد تیره شپه د نیمروز په ګمرک کې نیول شوي دي.
نوموړي وویل، د دغو موادو د انتقال په تور یو کس هم نیولی شوی.
پخوا هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندانانو او سیمه یېزو افغان چارواکو څو څو ځلې د داسې وسلو د نیولو راپور ورکړی، چې په ایران کې جوړې شوي دي.