په افغانستان کې د ناټو څلور عسکر ووژل شول

پرون په افغانستان کې په بمي چاودنو او ډزو د ناټو څلور عسکر ووژل شول.

د دغو عسکرو له وژل کېدو سره د اکتوبر مياشتې په لومړيو پنځو ورځو کې د وژل شويو بهرنيو عسکرو شمېر يوولسو ته لوړ شو.

ناټو ويلي دي، چې درې عسکر يې د افغانستان په جنوب کې په بمي حملو کې وژل شوي، څلورم يې په ختيځ کې د وسلوالو په حمله کې ساه ورکړې.

د دغو عسکرو د هويت او د پېښې د دقيق ځاى په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

له دې سره په افغانستان کې د روان ميلادي کال په بهير کې د وژل شويو بهرنيو عسکرو شمېر ۵۶۰ ته ورسېد.

له ۲۰۰۱ کال راهيسې، سږنى کال په افغانستان کې دېره بهرنيو عسکرو ته تر ټولو خونړى ګڼل شوى دى.

په عين حال کې پرون په کندهار کې د عالمانو د شورا يو غړى حبيب اله د وسلوالو په ډزو ووژل شو، دغه راز په بله پېښه کې د همدې ولايت د ښاروالۍ مرستيال نوراحمد نظري د وسلوالو په حمله کې ټپي شو.