د ایساف یو سرتېري په جنوب کې وژل شوی

ایساف ځواکونه وايي چې، نن د افغانستان په جنوب کې په یوې چاودنه کې د دوي یو سرتېری وژل شوی دی.

خو په دې اړه په خپرې شوې خبر پاڼه کې د نوموړې سرتېري د هویت او د پېښې د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویل شوي .

د یو بل خبر له مخې په کندهار ښار کې نن په یوې چاودنه کې دوه ملکيان ټپیان شوي دي.

بل خوا د میدان وردګو ولایت سیمه ایزو چاروا دا منلې چې پرون طالبانو په یو برید کې شپاړلس اکمالاتي موټرې سوځولي دي .

او د افغانستان د ملي امنیت ریاست بیا وایي چې د دولت درې مخالف وسلوال یې نیولي دي .د ملي امنیت د ریاست د رسنیو دفتر ویلي چې یو کس په لغمان او دوه نور په لوګر کې نیول شوي دي .