د اقليمي تغييراتو په باب د ملګروملتود خبرو اترو نوي پړاو نن د چين په تاين جين کې پيلېږي، دا خبرې، چې د راتلونکې اوونۍ د شنبې تر ورځې پوري به دوام وکړي، د اقليمي بدلون په باب به د ملګروملتونو د خبرو وروستی پړاو وي.
تر دې وروسته به په دې هکله د نومبر په پای کې په مکسيکو کې د مشرانو غونډه جوړه شي، په چين کې د دغو خبرو هدف دا دي چې د مکسيکو د سرمشريزې د بحث لپاره يوه مسوده برابره شي.
د اقليمي بدلون په مسله کې چندان پرمختګ نه دی شوی، ځکه د تېر کال د کوپين هېګن په غونډه کې شتمن او بې وزلي هېوادونه ونه توانېدل چې په خپل منځ کې پر اختلافاتو بريالي شي.
ملګري ملتونه هڅه کوي، يوه داسې موافقه وشي چې د اقليمي بدلونونو په باب د کيوتو د پروتوکول ځای ونيسي، د کيوتو د تړون وخت د ۲۰۱۲ کال په وروستيو کې پای ته رسېږي،دا لومړی ځل دی چې چين د اقليمي بدلون د نړېوالې غونډې کوربه دی، چين په نړۍ کې د مضرو ګازونو تر ټولو لوی توليدوونکي ګڼل کېږي.