د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان نوي ټاکل شوي استازي پرون له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې وويل چې افغانستان د جاپان د بهرني سياست په سرکې ځای لري او دغه هېواد به له افغانانو سره ټولې کړې ژمنې پوره کړي.
د ولسمشرکرزي له دفتر څخه له يوې خپرې شوې خبرپاڼې سره سم د افغانستان لپاره د جاپان نوي استازي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام د ډاډ د څرګندولو په ترڅ کې وويل: جاپان به له افغانستان سره خپلې اعلان کړې مرستې د پوهنې،کرنې، امنيت او له مخدرو موادو سره د مبارزې په برخو کې ولګوي.
جاپان د پنځو کلونو لپاره له افغانستان سره د کال د يومليارډ ډالرو مرستې ژمنه کړې، د ولسمشرکرزي د دفتر له خبرپاڼې سره سم ښاغلي تداميچي يماموتو وويل:
هېواد به يې د افغانستان د ملي پوليسو د تنخوا ورکړې ته دوام ورکړي او د هغوي د لا ښې روزنې لپاره به په ترکيې کې د زده کړې زمينه برابره کړي.