جرمنيان نن د خپل هېواد د یوځای کیدو ۲۰ کلیزه لمانځي

د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په درېیمه نیټه ختیځ او لویدیځ جرمني د څلورو لسیزو جلاوالي وروسته سره یو ځای شوه.

هغه مهال ختیځ المان د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ د بلاک غړی او لویدیځ جرمني د ناټو تړون غړیتوب درلود.

د جرمني دغه دواړه برخې د برلین دیوال له نړیدو یولس میاشتې وروسته سره یو ځای شوې.

نن ورځ یعنې د اکتوبر دریمه نیټه په جرمني کې د دغه هېواد د یوالي د ورځ په نامه هر کال په رسمي رخصتۍ سره لمانځل کیږي.