پاکستان:مشرف خپل نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

د پاکستان پخواني پوځي مشر پروېز مشرف پرون خپل نوى سياسي ګوند اعلان کړ. نوموړي د ټول پاکستان مسلم ليګ ګوند په لندن کې اعلان کړ، په دې ښار کې دی له واکه تر لېرې کېدو وروسته ژوند کوي.

د پاکستان دغه پخوانى پوځي مشر وايي، په پام کې لري د يوه ملکي سياستوال په توګه پاکستان ته لاړ شي او د جمهوري رياست په را روانو انتخاباتو کې برخه واخلي، ټاکل شوې دغه انتخابات په ٢٠١٣م کال کې وشي.

د روانې اوونۍ په پيل کې مشرف خبردارى ورکړى و، چې د پاکستان اوسنۍ ملکي اداره د کودتا له خطر سره مخامخ ده:

”ما پرېکړه وکړه چې د سياست ډګر ته راشم، ما دا پرېکړه د دې حقيقت د درک لپاره کړې چې نن په پاکستان کې څرګند سياسي بديلونه د پاکستان په تياره کې کومه رڼا او څرک نه لري، زه فکر کوم دا رڼا زه ورکولاى شم.“

متقاعد جنرال، مشرف دغه راز وويل د پاکستان پوځ ته بايد دا واک ورکړل شي چې د دې هېواد د پاليسيو او اساسي قانون د حاکميت په برخه کې رول ولري.