اوکراین د خپل اساسي قانون اصلاح ته اړتیا درلوده

د اوکراين ولسمشر ويکتور يانوکوويچ وايي، اوکراين د خپل اساسي قانون اصلاح ته اړتيا درلوده، چې دا کار د يوې ټولپوښتنې له لارې ممکن و.

پرون وختي د اوکراين د اساسي قانون محکمې په اساسي قانون کې د ځينو تغيراتو په راوستلو سره د يانوکوويچ واک زيات کړ، حال دا چې د ٢٠٠٤م کال اساسي قانون پارلمان ته زيات واک ورکړى و، چې کولاى يې شول صدراعظم او د کابينې نور مهم غړي وټاکي.

پرون په کييف کې سياسي مخالفې يوليا تيموشينکو د اساسي قانون د محکمې د وروستي اقدام په ځواب کې خبريالانو ته په خبرو کې وويل، دا د ډيموکراسۍ د قتل ورځ وه:

”نن ورځ، يعنې د اکتوبر لومړۍ نېټه به د اوکراين په تاريخ کې د ډيموکراسۍ د وژنې د ورځې په توګه ثبت شي، د اوکراين د ډيکتاتورۍ د پيل د ورځې په توګه به ثبت شي“