ناټو وايي د افغان ځواکونو په مرسته يې په کندهار کې د پنجشنبې په ور د طالبانو يو مهم مشر نيولى چې په پنجوايي کې اوسېده، ناټو وايي دغه طالب مشر د وسلو، چاودنو او د طالبانو په روزنه کې د طالبانو لپاره اسانتيا برابروله.
د نوموړي د نوم او نورو هڅو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
ناټو په بله اعلاميه کې ويلي چې د حقاني شبکې يو غړى يې د پنجشنبې په ورځ د خوست په باک ولسوالۍ کې نيولى دى، چې د بمي چاودنو په برخه کې يې طالبانو ته سهولتونه برابرول.
ناټو دغه راز ويلي چې د زابل په مرکز کلات کې يې يو مشکوک وسلوال هم نيولى دى. چې ګومان کېږي د کابل- کندهار پر لويه لار يې بمونه عيارول او بريدونه يې کول.