د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن د جمعې په ورځ تبليسي ته د سفر پر مهال وويل، متحدان په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د ګرجستان د مرستې او همکارۍ مننه کوي.
راسموسن د ګرجستان په مرکز کې د ناټو د يوه مربوط دفتر د پرانيستې په مراسمو کې د وينا پر مهال دا خبرې وکړې.
د ٢٠٠٨م کال په يوه سرمشريزه کې د ناټو مشرانو تاييد کړه چې بالاخره ګرجستان او اوکراين به د ناټو په اتحاد کې راشريک شي. خو د ګرجستان دې هڅې روسيه اندېښمنه کړې ده، چې له ګرجستان سره يې په ٢٠٠٨م کال کې جګړه وکړه.