امریکا ۳۷ اتباع د بانکي درغلیو په تور تورن کړي

د امریکا د متحده ایالاتو امنیتي چارواکو د روسیې، اوکرایین، قزاقستان او بیلاروس د هېوادونو ۳۷ اتباع د بانکونو د سترو درغلیو په تور تورن کړي دي.

په دې کسانو تور لګول شوی چې په امریکا کې له بانکي حسابونو څخه یي درې میلونه ډالر غلا کړي او دغې ډلې لومړی د کمپیوتر د وایرس په واسطه خپل هدفونه په نښه کول.

تورن کسان ټول په متحده ایالاتو کې محصلین دي او د محصلینو د تبادلې د پروګرام پر اساس امریکا ته تللې دی. د دې کسانو یو شمېر د پنجشنبې په ورځ ونیول شول، ۱۷ نور یي تري تم شوي چې د امریکا په داخل او بهر کې یي لټون روان دی.