مشرف:پاکستان د یوې بلې کودتا له خطر سره مخامخ دی

د پاکستان پخواني د پوځ مشر او ولسمشر ، پرویز مشرف خبردارې ورکړي چې هېواد یې د یوې بلې کودتا له خطر سره مخامخ دی.

پرویز مشرف په لندن کې په سیاسي هڅو لګیا دی او کوښښ کوي چې بیرته د یوه ملکې ولسمشر په توګه سر راپورته کړي. دې جلا وطنی او متقاعد جنرال نن وویل د پاکستان پوځ ته پکار دي چې د هېواد په سیاسي پالیسو کې د اساسي قانون رول په پام کې ولري .

پرویز مشرف په کال نولس سوه نهه نویم میلادي کال کې کودتا وکړه او بې له دې چې ویني توي شي قدرت یې تر لاسه کړ او په دوه زراتم کال کې له قدرته لرې شو .

د پوځ اوسنی مشر اشفاق کیاني کولی شي چې د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد چې په هېواد کې محبوبیت نه لري له زوره کار واخلي زرداري اوس له پوځ او خراب اقتصاد سره مخامخ دی.

کیاني په دې چې پوځ له سیاست څخه لرې ساتي او خپله پاملرنه یې د افغانستان سره سرحدي سیمو کې له طالبانو او القاعده سره مقابلې ته اړولی ستایل کیږي. مشرف په دې اړه چې کله په نظر کې لري چې پاکستان ته ولاړ شي له خبرو کولو ډه ډه کړې . ممکنه ده چې پرویز مشرف په پاکستان کې هېواد ته په خیانت کولو تورن شي.