منصوري: په کلیو کې د صنعت د پراختیا لپاره نوي پلانونه لرو

منصوري وايي د دغه پروګرام له اساسي اهدافو څخه یو دا دی، چې خلکو ته په دوامداره توګه د کار زمینه برابره شي.

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت په هېواد کې د کلیوالو صنایعو د پراختیا لپاره یو نوي پروګرام پیل کړي دي، چې په زرګونو ښځې او نارینه به ترې ګټه واخلي.
په افغانستان کې د کلیوالو صنایعو د پرمختګ لپاره چې په ترڅ کې يې د کورنیو اقتصاد وده کوي، یو نوې پروګرام چې د کلیوالو صنایعو د پرمختګ د پروګرام په نامه یادیږي پيل شوی دی.

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت دمګړۍ دغه پروګرام د هېواد په دریو ولایتونو ننګرهار، پروان او بامیانو کې پیل کړی دی او تمه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیل شي.

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر جارالله منصوري د چهارشنبې په ورځ د دغه نوي پروګرام په اړه داسې وویل:

"د دغه پروګرام له اساسي اهدافو څخه یو دا دی، چې خلکو ته په دوامداره توګه د کار زمینه برابره شي.

کلیوالې صنایع وده وکړي او هغوی ته د هیواد په دننه او بهر کې بازار وموندل شي او بزګرانو ته مو د کوکنارو د کرلو پرخاې غوره او اسان بدیل پیدا شي."

ده وړاندې وویل، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې به دغه پروګرام په هرات، بلخ، بدخشان، کندهار او هلمند ولایتونو کې هم پیل شي.

په دغه کانفرانس کې له بامیانو او بدخشان ولایتونو څخه ځیني هغو خلکو هم برخه اخیستې وه، چې د صنایعو د پراختیا په برخه کې کار کوي.

له بدخشان ولایت څخه یوې میرمنې ازادي راډیو ته د صنایعو د پراختیا په برخه کې د خپلو فعالیتونو او ستونزو په اړه داسې معلومات ورکړل:

"په بدخشان کې ښځې په رښتیا هم چې ډیرې ستونزې لري. خصوصا هغه ښځې چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي.

هغوې له دولت څخه همدا غوښتنه لري چې دا ډول پروژې ورته جوړې شي. څو په دې وتوانیږي چې هم کار ومومي او هم د کورنې اقتصاد ښه شي."

په افغانستان کې لاسې او کلیوالې صنایع ځانګړې شهرت لري، خو د وروستیو کلونو په ځانګړې توګه د جګړو د کلونو پرمهال ورته لږه پاملرنه شوې وه، چې له امله يي ډیرې له منځه تللي.

په اوسني وخت کې هم چې په لیرې پرتو کلیوالو سیمو کې د لاسي صنایعو دوود لا شته دی، خو خلک پکې د لازمو امکاناتو او په ځانګړي توګه د اقتصادی سرچینو او ورته د بازار موندنې په برخه کې ډول ډول ستونزې لري.

خو د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت وايي، چې د نړیوالو د مرستو په مټ ډیره هڅه کوي، چې دغه ستونزې حل او د کورنیو د اقتصادې ودې په برخه کې رغنده کار وکړي.

راپور: مجاهد جواد