ایساف: په کونړ کې د القاعده مشر عبدالعمر ووژل شو

په افغانستان کې میشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه وایي، چې په دې هېواد کې یې د القاعده شبکې یو قوماندان وژلی.

د سوله ساتو ځواکونو د دفتر له خوا په یوه خپره شوې اعلامیې کې راغلي دي، د القاعده شبکې دغه قوماندان چې عبدالعمر القریشي نومیږي، په کونړ ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

په اعلامیې کې راغلي دي، القریشي به له عربي او نورو هېوادونو څخه د القاعده شبکې جنګیالي افغانستان ته د جګړې لپاره راوستل.