د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازي د افغانستان پر انتخاباتي سیستم انتقاد وکړ.
ویګاوداس اوسیکاس پرون په بروکسل کې وویل، افغانستان په انتخاباتي سیستم کې اصلاحاتو ته اړتیا لري:
"اوسنی سیستم د سیاسي ګوندونو د هر راز پرمختګ مخه نیسي، یوازې په انفرادي ډول رایي ورکولو ته زمینه برابروي."
اوسیکاس په بروکسل کې د خبریالانو یوې وړې ډلې ته دا هم وویل، چې اروپایي ټولنه دې ته چمتو ده، چې د افغانستان د انتخاباتي سیستم په اصلاحاتو کې مرسته وکړي.