د امریکا ولسمشر بارک اوباما د قرغزستان له ولسمشرې روزا اتنبایوا سره خبرې وکړې. بارک اوباما له نومړې وغوښتل چې د جون په میاشت کې له قومي شخړو وروسته باید اوس جدي هڅې وکړي څو بیا په قرغزستان کې ورته شخړې تکرار نه شي.
ولسمشر اوباما د ملګرو ملتو د عمومي غونډې ترڅنګ په نیویارک کې له میرمن اتنبایوا سره ولیدل.
د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې راغلي دي، چې ولسمشر اوباما په قرغزستان کې د یو لړ ترسره شویو هڅو ستاینه کړې ده، چې په دغو کې پر رسنیو د محدودیتونو د لګولو لرې کیدل، د اساسي قانون د مسودې تیارول او راتلونکې میاشت د پارلماني ټاکنو لپاره د پلان جوړول یاد شوې دي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې همداراز څرګنده شوې ده، چې بارک اوباما په قرغزستان کې د نورو شخوړ د مخنوي لپاره پر هلوځلو ټینګار کړی دی.
د جون په میاشت کې د ازبکانو او قرغزیانو تر منځ په نښتو کې په سلګونو کسان ووژل شول.