میرمن صدیقي په امریکايي ځواکونو باندې د برید په تورپه بند محکومه شوه

عافیه صدیقي چې درې اولادونه لري، په دې جرم نیول شوې وه چې د ۲۰۰۸ کال جولای میاشت کې یي په افغانستان کې د پولیسو په یوه ماموریت کې د څیړنو په مهال وسلې ته لاس اچولی و

د نیویارک یوې محکمې عافیه صدیقي په افغانستان کې په امریکایي ځواکونو باندې د حملې کولو د هڅې په تور د ۶۸ کالو بند په سزا محکومه کړه او دې مسلې په ټول پاکستان کې تاوتریخوالی زیات کړ.

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ وویل، د امریکا د محکمې په دغه حکم سخت خواشینی دی او د میرمن صدیقي د خلاصولو او وطن ته د هغې د راستنولو هلو ځلو ته به دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدل باسط فرانسپرس اژانس ته وویل، موږ د محکمې په حکم خپه یو، خو ارام نه کینو.

د محکمې له حکم څخه څو شیبې وروسته په کراچۍ او لاهور ښارونو کې په سلونو فعالانو مظاهرې وکړې او خلکو د امریکا ضد شعارونه ورکول.

عافیه صدیقي چې درې اولادونه لري، په دې جرم نیول شوې وه چې د ۲۰۰۸ کال جولای میاشت کې یي په افغانستان کې د پولیسو په یوه ماموریت کې د څیړنو په مهال وسلې ته لاس اچولی و او هڅه یي کړې وه چې په امریکایي سرتېرو ډزې وکړې.

څارنوالان وایي، میرمن صدیقي د امریکا په خاصو سرتېرو ډزې کړې وې خو نښان یي په هدف نه و لګیدلی. امریکایي عسکرو په دفاعي ډزو کې دغه میرمن ټپي کړې وه.

د صدیقي مدافع وکیلانو ویلي، په وسلو باندې د هغې د ګوتو نښانونه او علامې نشته چې وښیې وسله دې یي پورته کړې وې. د میرمن صدیقي وکیلان وایي، دوی به د محکمې په حکم مرافعه وغواړي.

فراسپرس اژانس لیکي: د پاکستان په ولسمشر اصف علي زرداري او حکومت باندې د اسلامي افراطیانو، ښي اړخو ډلو او د صدیقي د کورنیو د غړېو له خوا فشارونه زیات شوي دي . دوي په حکومت انتقادونه کوي چې د نوموړي د خلاصون په کار کې پاتې راغلی.

د عافیه صدیقي خور، فوزیه صدیقي په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل، د دې د خور د خلاصون لپاره به ټول پاکستان را وپاریږي.

دا وایي، تر اوسه ما په یوازې ځان د خپلې خور دفاع کوله خوله دې وروسته به د عافیې غورځنګ جوړ شي او ټول ملت به له ماسره ملګری شي.

د جمعې په شپه په کراچۍ ښار کې د صدیقي د کور بهر د جماعت اسلامي ډلې شاوخوا دوه سوه فعالان راټول شوي وو او پولیس هم د احتمالي تاوتریخوالي له امله د څار په حالت کې دي.

د کراچۍ ښار د پولیسو مشر فیاض لغاري وایي، په ښار کې یي زیات شمېر پولیس ځای په ځای کړې تر څو د احتمالي شخړو او د خلکو شتمنیو ته د زیان رسېدو مخه ونیسي.

په لاهور ښار کې هم د جماعت اسلامي اړوند، د جمعیت طلبای اسلام ډلې شاوخوا دوه سوو فعالانو د موټرو ټایرونو ته اور واچاوه او د امریکا ضد شعارونه یي ورکول.