په بغلان کې کاندیدانو لاریون کړی

د بغلان په مرکز پلخمري په لسګونو کاندیدانو په لاریون لاس پورې کړی او دغه کاندیدان زیاتوي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې درغلي شوی.

او لاریون کوونکو په خپلو ویناو کې دا زیاتوي چې د ولسي جرګې ټاکنې بیا له سره وشي او هغه چا چې په دې ټاکنو کې درغلي کړي هغه دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

دغه لارېون کوونکو شاوخوا یو ساعت کیږي چې د کابل ـ مزار شریف لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلی ده.