د افغانستان د انتخاباتو د ځپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون وایي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د سکوت او چوپیتا په دوره کې په لسګونو تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو له نوېویو څخه زیاتې سرغړونې کړې دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیوکمیسیون په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له پیل څخه د رسنیو کار اغیزمن بولي او ستاینه یې کوي د چوپتیا او سکوت په دوره کې د یو شمېر تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو له خوا د سرغړونو خبرهم ورکوي .
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو د کمیسیون مشر دلاور نظیر زوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، د یادې شوې دورې په اته څلویښت ساعتونو کې د سرغړونې له نوېوو څخه زیات موارد ثبت شوی دي:
(د سکوت او خاموشۍ په دوره کې له دې سره، سره چې د رسنیو کمیسیون له رسنیو سره ښه تفاهم درلود او دغه شان د مطبوعاتي کنفرانس او خبرپانې له لارې مو له رسنیو سره معلومات شریک کړل خو بیا هم د یو دیرش تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو له خوا دوه نوي سرغړونې شوې دي.)
ښاغلي نظیز زوی دغه شان وویل چې د کاندیدانو د کمپاین پر مهال هم د رسنیو له خوا د سرغړونې یولس موارد ثبت شوي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو د کمیسیون مسولان وايي چې د سرغړونکو لپاره له پنځه زرو افغانیو څخه تر پنځوسو زرو افغانیو پورې نقدي جریمه ټاکل شوې ده.
ښاغلي نظیر زوی له رسنیو وغوښتل چې د انتخاباتو د بهیر تر ختمېدلو پورې دې همکار اووسي او د خبرونو صحت او دقت څخه کار واخلي:
(د هېواد له ټولو رسنیو څخه زما غوښتنه داده چې دا بهیر په پوره دقت سره وڅاري او څه چې د ټاکنو د بهیر په اړه خپروي له پوره دقت او صحت څخه کار واخلي.)
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه چې د روان کال د چنګاښ د میاشتې په څلورمه نېټه پیل شوی ول د وږي د میاشتې د پینځمې نېټې د شپې په دولسو بجو پای ته ورسېدل او د اته څلویښت ساعتونو لپاره د سکوت او چوپتیا دوره پیل شوه .
خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون وایي چې یو شمېر رسنیو دغه ټکي ته پام نه دی کړی او د دغې سرغړونې له امله یې دوي جریمه کړي دي .