نن په خوست کې یوه چاودنه شوی

له خوست ولایت څخه را رسیدلي راپورونه وایي چې نن شاوخوا لس بجې په خوست ښار کې د قصابي په یو دوکان کې چاودنه وشوه چې ملکي خلک په کې ټپیان شوي.

د خوست د عامې روغتیا ريئس ډاکټر امیر پادشاه منګل ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې چاودنې شپږ ټپیان د خوست ملکي روغتون ته وروړل شوي چې د یوتن روغتیایي حالت ښه نه دی.

د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د کندهار په ژیړې ولسوالۍ کې هم د ماین په یوه چاودنه کې درې ماشومان ټپیان شوي دي چې، د یو ماشوم روغتیایي حالت نازک دی.

د کندهار د والي ویاند زلمی ایوبي ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه ماین چې د وسله والو مخالفینو له خوا ایښودل شوی وو هغه مهال پر ماشومانو وچاودیده چې دوي پرې لوبې کولې.