د ټاکنو کمیسیون: تر ۴ میلیونو زیاتو خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې وه

معنوي وايي، ۴۷ په سلو افغانانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګډون کړی و.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون وایي، سربیره پر دې چې د رایي ورکولو یو شمیر مرکزونه د امنیتي ستونزو له امله تړلې وو، تر څلور میلیونه او درې سوه زره ډیرو کسانو د ولسې جرګې په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

خو بل لور ته یو شمیر سیاسي څیړونکي په دې باور دي، چې د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د برخه والو شمیره ګرانه ده چې وټاکل شي، ځکه چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون د رایي شمیرنې لپاره بیلابیلې لارې لري او کومه دقیقه احصاییه هم په دې اړه نه شته.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر فضل احمد معنوي، چې مخکې ویلي و درې میلیونه، شپږ لکه او څلویښت زره کسانو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده، اوس څرګندوي چې د نویو شمیرنو له مخې دغه شمیره څلور میلیونه او درې لکه دري دیرش زرو ته لوړه شوې ده.

د فضل احمد معنوي په وینا څه باندې نهه ملیونه کسان د دې جوګه و، چې رایي ورکړي چې د دې شمیرې اووه څلویښت په سلو کې په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د څیړونکو د شبکې غړی مارتین فان بلیارت وایي، د رایي شمیرنې کومه کړنلاره چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون خپله کړې ده له سړي لاره ورکوي.

د انتخاباتو خپلواک کمسیون تر انتخاباتو مخکې ویلي وو، چې په شپږ زره اته سوه انتخاباتي مرکزونو کې به دولس میلیونه کسان رایي ورکړي.

د څیړونکو په وینا که چیرته د دغې شمیرې له نظره وکتل شي نو د انتخاباتو د برخه اخیستونکو شمیر شپږ دېرش فیصدو ته رسیږي، خو وروسته چې کله د انتخاباتي مرکزونو شمیر لږ شو د رایي ورکوونکو شمیره هم راښکته شوه.

د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمسیون څرګندوي، چې د انتخاباتي مبارزې له پیله تر اوسه تر درې زره ډیر شکایتونه دوی ته شوې دي چې تر نیم ډیر یې د انتخاباتو د ورځې دي.