ناټو او روسیه په نیویارک کې مهمه غونډه لري

ناټو او روسیه نن د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ ترڅنګ په نیویارک کې یوه مهمه غونډه لري.

د ناټو او روسیې غونډه د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه ده. دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې ناټو په لیزبن کې د نومبر په شلمه په خپله سرمشریزه کې د روسیې بلنې ته انتظار کوي.

د نیویارک په نننۍ غونډه کې به د لیزبن پر غونډه خبرې وشي او همداراز به د افغانستان په اړه خبرې وشي او په اروپا کې به د امریکا د توغندیو د دفاعي سیستم د نصبیدو مساله وڅیړل شي.