اوباما وايي چين د خپل پولي واحد په اړه ډېر څه نه دي کړي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي چين د خپل پولي واحد يعنې ين د بيې د لوړېدو لپاره په کافي اندازه هڅې نه دي کړي.

له پيکنګ سره د عادلانه تجارتي اړيکو د پراختيا په هدف اوباما زياته کړه، د نړېوالې سوداګرۍ د سازمان په پرتله واشنګټن د چين لپاره ډېر څه کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هیليري کلنټن په خپل چينايي سيال ينګ جيچي سره په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ غونډې په څنډه کې د چين پر کرنسۍ او نورو ستونزو خبرې وکړې.